ملي دفاع وزارت وایي ځانمرګي بریدګر له مازدا ډوله موټر په استفادې غوښتل په ګردیز کې ددوی پر تاسیساتو برید وکړي. د سرچینې په خبره بریدګر موخې ته تر رسېدو مخکې پېژندل شوی دی او د افغان ځواکونو له لوري په نښه شوی دی. بلخوا امنیتي سرچینو ویلي چې په دغه پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. له دې سره هممهاله د ګردیز ښار روغتیايي چارواکي وايي چې د پېښې له سیمې د یوه وژل شوي جسد او ۳۱ ټپیان وروړل شوي دي. په ټپیانو کې ۹ کسه یې د ملي اردو سرتېري دي. وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی دی او په خبره یې په پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
































