د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ویلي چې ښایي درېیمه نړیواله جګړه همدا اوس روانه وي. هغه زیاته کړې ده چې که څه هم له روسیې سره د جګړې درولو پر سر مذاکرات روان دي خو په خبره یې، دوی ورته ډېر هیلهمن نه دي. زلنسکې ویلي چې که چېرته نړیواله ټولنه د درېیمې نړیوالې جګړې مخنیوی غواړي نو باید روسیه د جګړې درولو ته وهڅوي. بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل روسی سیال ولادیمیر پوتین یو جنګي جنایتکار بللی دی خو روسیې ویلي چې د بایډن د دې بې مسوولیته څرګندونو جواب به په مناسب وخت کې ورکړي. د یادونې ده چې امریکا د اوکراین په جګړه کې تر درې زرو د ډېرو روسي عسکرو د وژل کېدو ادعا کوي، اوکراین د روسیې تلفات تر دې هم ډېر بولي خو روسیه بیا د خپلو وژل شویو سرتېرو د شمېر په اړه خپاره شوي معلومات افواهات بولي.
































