د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په کابل او ننګرهار کې د وروستيو خونړیو بریدونو مرتکبین، تنظیموونکي او تمویلوونکي دې د عدالت میز ته راکش شي. د دغې شورا غړو هېوادونو په یوې اعلامیې کې په کابل کې د بې پولې ډاکټرانو پر سل بستریز روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونه په کلکه غندلي دي. په دغو بریدونو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو په ګډون لږ تر لږه ۴۴ تنه ووژل شول او شاوخوا ۹۰ تنه نور ټپيان شول. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ټولو هېوادونو څخه غوښتي چې د نړیوال قانون او د امنیت شورا اړوند پرېکړو او مکلفیتونو سره سم د دغو بریدونو د عاملینو په نیولو کې د افغانستان حکومت او نورو اړوندو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي.
































