له روسیې پرته د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ټولو غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره د غځولو په موخه مثبته رایه ورکړه. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د دې هېواد امنیت لپاره خورا مهم دی. سرچینې زیاته کړې چې له دې پریکړې سره یواځې روسیې مخالفت کړی او د امنیت شورا نورو ټولو غړو مثبته رایه ورکړې ده. د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د مرستو پر رسولو، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او پر اوږود مهالې سولې او ثبات ټینګار شوی دی. په پرېکړه لیک د افغانستان پر بشري ناورین اندېښنه ښودل شوې او غوښتنه شوې چې ملګري ملتونه به د دې هېواد له خلکو سره مرستې روانې ساتي. دا دنوي حکومت سرپرست تر واکمنۍ لاندې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما چارې د یو کال لپاره غځول کېږي. د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړېدو هم ټینګار شوی چې د ټولو وګړو استازولي وکړي. په پرېکړه لیک کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه مهم بلل شوي او ویل شوي چې ښځو ته باید مانا لرونکې ونډه ورکړل شي.
































