د هلمند په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې روغتیايي مسوولانو د خپلو حقونو د نه ترلاسه کولو له کبله د ۷۸ روغتیایي مرکزونو دروازې تړلې دي. د دغو روغتیایي مرکزونو استازي چې په مرکز لښکرګاه ښار کې یې د اعتراض په ډول کاري اعتصاب کړی وايي، حقونه یې پر وخت نه ورکول کېږي او د تېرو ۵ میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړل شوي. دغه ۷۸ روغتیایي مرکزونه د برک موسسې له خوا تمویلېږي او د کارکوونکو شمېر یې هم نږدې ۱۱۰۰ کسانو ته رسېږي. د دوی په وینا، سره له دې چي ستونزه یې له عامې روغتیا ریاست، اړونده موسسې او ولایت مقام سره شریکه کړې، خو ورته پام نه دی شوی.
































