د امریکا یوې پوځي الوتکې د ناټو د تمریناتو پر مهال سقوط کړی دی. په الوتکه کې څلور تنه سپاره وو. د ناروې د نوردلنډ د سیمې د پولیسو مشر بنت ایرلرتسن ویلي چې د ژغورنې ډلو د یوې الوتکې ټوټې او پارچې موندلي دي. هغه ویلي چې په سیمه کې داسې نښې نه دي لیدل شوي چې څوک دې ژوندي پاتې وي. د ویلو ده چې د امریکا د سمندري ځواکونو اړوند یوې ام وي ۲۲ بي ډوله الوتکې د سوړ غبرګون په نامه د ناټو سازمان په پوځي تمریناتو کې ګډون کړی وو چې د رادار سره يې اړیکه پرې شوه.
































