د اوکرایین ولسمشر ولادیمر زلینسکي له روسي غوښتي چې له ځنډ پرته د مذاکراتو مېز ته راشي. نوموړي پر روسیې غږ کړی چې ویجاړۍ بس کړي او په وینا یې اوس د اوکرایین لپاره د انصاف او خاورې تمامیت وخت راغلی. نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین له روسیې سره د کریمیا یو ځای کولو اته کالو بشپړېدو په مناسبت لسګونه زره روسیانو ته وینا وکړه. ولسمشر زلینسکي وايي، د روسي پوځ د بریدونو له کبله له ماریو پول ښاره د ملکي خلکو ایستلو لار اوس هم ډب کړې ده. نوموړي ویلي، د روانې جګړې بیه دومره درنه ده چې روسیه به یې راتلونکو څو نسلونو کې هم پرې نشي کړی.
































