د ګلپ ورلډ پول په نامه یوې نړیوالې ادارې په نړیواله کچه د خوشاله او خپه هېوادونو نوملړ خپور کړی دی. په دغه لیست کې فنلنډ په ۱۴۶ هېوادونو کې د نړۍ تر ټولو خوښ او افغانستان تر ټولو خپه هېواد بلل شوی دی. دغه بنسټ ویلي چې دا راپور یې د خلکو د ژوند د معیار او له ژوند څخه د خلکو د رضایت پر بنسټ چمتو کړی دی. په دې راپور کې د خوشاله هېوادونو په نوملړ کې لومړی فنلنډ، په دویم نمبر ډنمارک، درېیم ایسلنډ، امریکا او بریتانیا بیا په ۱۶ او ۱۷ نمبر راغلي دي. دا راپور پر داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت تر پخوا ډېر ترینګلی شوی دی او نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی دی چې که چېرته له دغه هېواد سره بشري مرستې ونه شي نو ممکن له نه جبرانېدونکي بشري او اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان شي.
































