په ناروې کې د امریکا د پوځي چورلکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي. راپورونه وایي چې دا چورلکه تېره شپه ناوخته د ناروې هوایي ډګر ته څېرمه را نسکوره شوې ده چې په نتیجه کې یې د الوتکې څلور تنه سپرلۍ ټول مړه شوي دي. تر دې وړاندې د امریکایي الوتکو ارتباطي ادارې له خپلې هغې چورلکې سره د تماس پرې کېدو راپور ورکړی و چې د امریکا له نیویارک څخه ناروې ته الوتې وه. د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د دغې چورلکې د نسکورېدو لامل نه دی په ګوته شوی خو پولیسو د پېښې په تړاو د پلټنو خبره کړې ده.
































