د اسیا بنسټ د یوې نوې سروې موندنې ښیي چې په افغانستان کې شاوخوا اتیا سلنه وګړي په یو ډول معلولیت اخته دي، چې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري. اسیا بنسټ په دې سروې کې چې د روغتیا نړیوالې ټولنې په ملاتړ ترسره شوې، د اورېدو او لیدو کمزوري، د وجود او ذهن متوسطه یا شدیده ناتواني، د غړو فزیکي کم فعالیت، حسي زیانونه، د بدن غړو پرې کېدا او ځينې نور موارد د معلولیت په یوه نه یوه ډول کې حساب کړي. د یاد بنسټ موندنې ښیي چې د افغانستان اتیا سلنه ډېر عمر لرونکي کسان له ورته روغتیايي ستونزو سره مخ دي چې له منځه يې بیا سم نیمایي د روغتیايي کومکي وسایلو لکه عینکو، وېلچرو، غږ لوړونکو، مصنوعي اندامونو او نورو هغو هم کار نه اخلي.
































