د اروپا د درملو ادارې ویلي چې د کرونا وبا واکسین ښایي تر یو کال پورې جوړ شي. د اروپا د درملو په اداره کې د واکسین د برخې رییس مارکو کاوالیري ویلي، چې دغه بنسټ د ۳۳ نورو بنسټونو او شرکتونو سره په اړیکه کې دی چې د واکسین جوړولو بهیر نور هم چټک کړای شي. نوموړي ویلي، څنګه چې د واکسین د تولید لپاره کار له صفر نه پیل شوی، ښایي جوړول یې له نن څخه یو کال وخت ونیسي. د اروپا د درملو اداره همدا اوس د کرونا وبا لپاره په ۱۱۵ درملو او لارو چارو کار او پلټنې کوي چې د یو شمیر استعمال به په څو اونیو کې په اروپا کې منظور شي او کار به یې پیل کړی. اوسمهال د کرونا وبا لپاره شاوخوا ۱۰۵ واکسیونونه تر کار لاندې دي چې لږ تر لږه اته واکسیونونه یې پر انسان باندې کلینیکي ازموینو ته رسیدلي دي.
































