د غور او کونړ ولایتونو لسګونو علماوو په هېواد کې وروستي بریدونه غندلي او په راتلونکي کوچني اختر کې یې د اوربند غوښتنه کړې ده. علماوو وروستي بریدونه په کلکه غندلي او له مخالفینو یې غوښتي چې اوربند ته غاړه کیږدي. دوی وايي، چې اسلام د رحمت اوسولې دین دی او د جګړې ښکېلې غاړې باید د روژې په مبارکه میاشت کې د بې ګناه خلکو له وژنو لاس واخلي. دوی د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د افغان وژنې د مخنيوي لپاره دې لږ تر لږه د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان وکړي. دیني عالمان وايي، چې له جګړو او نا امنیو ملکي وګړي ډېر زیانمنیږي او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې لپاره دې اوربند وکړي.
































