د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په یوه تلویزیوني مرکه کې یو وار بیا پر ولسمشر ټرمپ توندې نیوکې کړې او له امریکایانو یې غوښتي چې راتلونکو ټاکنو کې ټرمپ ته بیا رایه ور نه کړي، اوباما ویلي ټرمپ د امریکا د تاریخ په ولسمشرانو کې یوازینی ولسمشر دی چې په ډیره سپین سترګی دروغ وایي او عوام فریبي کوي، اوباما وایي د ټرمپ ضعیف مدیریت او خپلسریو امریکا له نړیوالې انزوا سره مخ کړې او راتلونکي ولسمشر ته به خورا سخته وي چې د ټرمپ د څو تیرو کلونو چټلۍ پاکې کړي ، اوباما ویلي دا یو حقیقت دی چې د ټرمپ په راتګ سره نړۍ کې د امریکا تصویر خراب شوی دی، اوباما له امریکایانو غوښتي چې راتلونکو ټاکنو کې ټرمپ د خپلو رایو په زور له سپینې ماڼۍ وباسي.
































