د پاکستان پارلمان راتلونکو ورځو کې له عمران خان د باور رایې د اخیستو پر سر رایه اچونه کوي. د پاکستان د پارلمان مشر وایي چې د عمران خان ګوند په پارلمان کې ډېرې څوکۍ له لاسه ورکړې دي او د هغه د ګوند ګڼو غړو له ده لاره بېله کړې ده. دغه رایې اچونه د راتلونکې جمعې په ورځ کېږي او که پرېکړه وشي چې له عمران خان د باور رایه واخیستل شي، نو هغه به نور د پاکستان لومړی وزیر نه وي. بلخوا په پاکستان کې له عمران خان نارضایتي اوج ته رسېدلې ده او مخالف ګوندونه یې په دې باور دي چې هغه د چارو د مدیریت جوګه نه دی. د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه بیا وار له مخه له عمران خان غوښتي چې له خپلې دندې استعفا ورکړي او د پارلمان پرېکړې ته دې نه په تمه کېږي.
































