امریکا وایي په دې لټه کې دي چې په اوکراین کې د روسیې جنګي جنایتونه وڅېړي. د امریکا ددفاع وزارت ویلي دوی په فعالانه توګه پر دې کار کوي څو په اوکراین کې د روسیې جنګي جنایتونه راټول کړي او هغه په مستنده توګه نړیوالو محاکمو ته وړاندې کړي. دا اقدام وروسته تر هغه کېږي چې بايډن د روسیې ولسمشر جنګي جنایتکار وباله او دې مسئلې د روسیې غوسه وپاروله. تر بایډن وروسته ګڼو اروپايي هېوادونو هم ددې غوښتنه وکړه چې پوتین او پر اوکراین د برید نور طراحان باید محاکمې ته راکاږل شي او د جنګي جنایتونو او عامو خلکو د وژلو په تړاو باید پر دوی سخت بندیزونه وضع شي.
































