د بې پولې ډاکټرانو د دفتر چارواکي وایې چې له افغان روغتونونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. په فرانسه کې د اېم اېس اېف د عملياتي چارو مرستیالې اېسابیل مونیامن ویلي چې دوی ته د خپلو کارکونکو او ناروغانو ژوند لومړیتوب لري. درې ورځې مخکې یو شمېر وسله والو د کابل په دشت برچي کې پر یوه سل بستریز روغتون برید وکړ چې په ترڅ کې یې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول او ۱۶ تنه ټپیان شول. مونیامن ویلي چې اېم اېس اېف له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د دشت برچي زېږنتون تمویلوي. د بې پولې ډاکټرانو دفتر چارواکي وایې چې دوی پر زېږنتون د برید پر انګېزو نه پوهېږي او هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د پېښې پر څرنګوالي ځان خبر کړي.
































