د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي یوازې په خپله افغانان او د سیمې هیوادونه د افغانستان ستونزه حل کولی شي. سرګي لاوروف، چې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو سره يې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل، چې د شانګهای غړي هېوادونه ټول په افغانستان کې د روان بحران د حل غوښتنه کوي او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو همکاري اړینه ده. سرګي لاوروف همداراز وایي، د شانګهای غړي هیوادونه به ډېر ژر د افغانستان په اړه یوه ناسته جوړه کړي. روسیه وایي دوی د وسله والو طالبانو او واشنګټن ترمنځ د سولې له تړونه هرکلی وکړ، خو دا چې دغه تړون له ستونزو سره مخ شوی خواشیني دي.
































