مصر وایي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات لپاره هڅه کوي. د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح حسن په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر موضوع هم خبرې کېږي. دده په خبره د سیمې په تېره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې له افغانستان سره د دایمي سولې او ثبات په راوستو کې هڅه وکړي. هغه زیاته کړې چې مصر پر خپل وار په دې لټه کې دی چې د افغانستان روان بشري ناورین پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته دایمي پرمختګ، سوله او ثبات راوستل شي. سامح حسن زیاته کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې به هم افغان ستونزې ته د حللارو لټولو په برخه کې بحثونه وشي او هڅه کېږي له دغه هېواد سره د بشردوستانه مرستو لپاره نوې ژمنې رامنځ ته شي.
































