د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لانیز سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر بشردوستانه مرستو او د افغانستان د اقتصادي او بانکي سکتور د ستونزو پر حل لارو خبرې اترې کړې دي. لاینز په کابل کې پر افغان چارواکو سربېره له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره هم د هېواد پر وروستي وضعیت او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر بشري مرستو خبرې اترې کړې دي.
































