د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې په تازه خپره کړې اعلامیه کې د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې ګواکي د ښوونځیو دروازې به د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیزي. دغه ادارې ویلي، یوازې د دروازو پرانیستل د اغېزناکې زده کړې په مانا نه ده، ځکه افغانستان له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ددغه برخې فعالیت د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. سرچینه د نړیوالې ټولنې پر راتلونکې کنفرانس چې په لندن او دوحه کې جوړېږي غږ کړی څو د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستو لپاره ځانګړې غوښتنې ولري او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې ددې برخې پراخ ملاتړ وکړي. دغه اداره وایي چې افغانستان د ښوونځیو لپاره د ودانیو، کتابونو، پاکو اوبو، ښوونکو، قرطاسیې او نورو مهمو مواردو له کمښت سره مخ دی، چې باید دا اړتیاوې پوره کړل شي.
































