د پاکستان د پوځي الوتکې د سقوط له امله دوه پيلوټان وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پېښور ته نږدې د پاکستاني پوځ یوه نظامي الوتکه د تمرین پر مهال لوېدلې ده چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي. پاکستاني حکومت ویلي چې د پېښې په اړه به هر اړخیزه پلټنه کوي. په وروستیو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د پاکستاني پوځ الوتکې را نسکورېږي. په ۲۰۱۹ کال کې د یوې الوتکې د سقوط له امله شل کسان ووژل شول، په ۲۰۲۰ کال کې بیا هم یوه پوځي الوتکه اسلام اباد ته نږدې وغورځېده چې یو پیلوټ پکې ووژل شو. وروستۍ الوتکه هم د نظامي تمریناتو پر مهال غورځېدلې ده.
































