په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د غرب پر سیاستونو د نیوکې سربېره زیاته کړې ده چې غرب امریکا ته د وسلو او مزدورو وسله والو په لېږلو سره د اروپا او سیمې امنیت له خطر سره مخ کوي. هغه زیاته کړې ده چې د امریکا دا سیاست خطرناک دی او د ټولې نړۍ امنیت ګواښي. هغه پر غرب ځانګړې توګه پر امریکا غږ کړی دی چې اوکراین ته دې د وسلو له ورکولو ډډه وکړي. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې بریتانیا او امریکا اوکراین ته وسلې لېږلې دي او یاد هېواد ته یې د پوځي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
































