ملګرو ملتونو د نجونو د ښوونځیو په تړاو د افغان حکومت وروستۍ پرېکړه غندلې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی د افغان حکومت تازه پرېکړه غندي او هغه د اندېښنې وړ بولي. یونما ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید هر افغان د زده کړو حق ولري او نوي حکومت ته په کار د چې د وګړو حقونو ته یې درناوی وکړي. بلخوا د بښنې نړیوالې ادارې هم دا پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده، چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې. افغان حکومت بیا وایي چې دوی تر دویم امر پورې د ثانوي دورې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ سپارښتنه نه کوي او هڅه کوي د اسلامي او افغاني یونفورم تر تایید وروسته دوی ښوونځیو ته حاضرې شي. دمګړی تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته تللی شي. بلخوا نن په هېواد کې د سړو سیمو د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې چې نجونې تر شپږم او هلکان بیا تر دوولسم ټولګي خپلو ټولګیو ته حاضرېدلی شي.
































