ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښوونځیو په تړاو د افغان حکومت پر وروستۍ پرېکړې غبرګون ښوودلی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د افغان حکومت تازه پرېکړې خواشینی کړی دی. هغه وایي سره له دې چې نوي حکومت د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو ژمنه کړې وه، خو له خپلې ژمنې په شا شول او په خبره یې د ښوونځیو تړل کېدل ناهيلي کوونکې او د افغانستان لپاره ضررناکه پرېکړه ده. د ګوتریش په خبره دا پرېکړه نه یوازې د تحصیل او زده کړو حق تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان راتلونکې ته هم خطرونه جوړوي. نوموړي له افغان چارواکو غوښتي چې ټول ښوونځي دې له کوم ځنډ پرته د زده کوونکو پرمخ پرانیزي.
































