د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي چې د ناټو په غونډه کې له اوکراین سره پر همکارۍ ټینګار کېږي. دده په خبره برېټانیا اوکراین ته شپږ زره نور توغندي هم ورکوي او همدا راز به اوکرایني پوځيانو او پيلوټان ته د مرستې په موخه شاوخوا ۲۵ میلیونه پونډه لېږي. ددې تر څنګ برېټانیا ټینګار کړی چې له اوکراین سره د دفاع لپاره لا ډېرې مرستې کوي. جانسون وایي څلور زره توغندي یې مخکې اوکراین ته ورکړي وو او شپږ زره نور به هم ورکوي چې په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال دي او د ټانکونو د ویشتلو او له منځه وړلو وړتیا لري.
































