د سوداګرۍ خونه وايي، پاکستان د کرونا وبا له پيل سره سم د ۳۵ ورځو لپاره پر افغانستان ټولې ترانزیټې لارې تړلې وې، چې له امله یې افغان سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان واوښت. د سوداګرۍ خونې مرستیال، خان جان الکوزي ویلي، سره له دې چې له تېرو څو اونیو راهیسي د تورخم او سپین بولدک لارې په اونۍ کې ۵ ورځې پرانېستې وي، خو اوس هم په کراچۍ او چمن کې د افغان سوداګرو له ۱۰ تر ۱۵ زرو کانټینرونه ولاړ دي. افغانستان تر ۵۰ سلنه ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه د پاکستان له لارې کوي. سره له دې چې دغه هېواد اوس د عباس او چابهار بندرونو په څېر ځینې بدیلي سوداګریزې لارې موندلې خو لاهم د کابل – اسلام اباد ترمنځ سوداګري تقریبأ یونیم میلیارډو ډالرو ته رسیږي.
































