له مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان تېر کال د یو میلیارد او اته سوه میلیون او دوه میلیارد او اووه سوه میلیون ډالرو ترمنځ مخدره توکي تولید کړي دي. راپور کاږي چې مخدره توکي لا هم په دغه هېواد کې د غیر قانوني اقتصاد تر ټولو ستره منبع ده او له دې پدیدې سره مبارزه هم ډېر کار ته اړتیا لري. د دغې ادارې د ارقامو له مخې، که څه هم د ۲۰۲۰ میلادي کال په پرتله په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د مخدره توکو په کښت کې ۲۱ سلنه کموالی راغلی دی خو لا هم پر ۱۷۷ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي دي.
































