د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمني وروسته فرانسې ته لېږدول شوي افغان کډوال له رواني ستونزو کړېږي. یادې ادارې ویلي چې دا کډوال بد رواني وضعیت تجربه کوي او تر هر څه وړاندې رواني درملنې ته اړتیا لري. دغه سازمان زیاته کړې ده چې که څه هم فرانسې یادو کډوالو ته روغتیایي خدمات وړاندي کړي دي خو بسنه نه کوي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان له هېواده وتلي او هغه کډوال چې امریکا ورته د پناه ورکولو ژمنه ورکړې وه لا هم په نورو هېوادونو کې په کمپونو کې په ډېر بد وضعیت کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.
































