د ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي له ځان سره بېولي او بندیان کړي يې دي. د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست سپوږمۍ راډیو ته وویل چې دوی نن د جلال اباد ښار کې، په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په اړه لاریون درلود، چې پنځه تنه ملګري یې د ملي امنیت ځواکونو له لوري وړل شوي دي. د وطن دوست په خبره، دوی لا له وړاندې ولایتي ادارې ته د لاریون په اړه خبر ورکړی و. نوموړی وايي د ننګرهار له ولایت مقام سر یې د خپلو ملګرو په اړه اړیکه نیولې خو هغوی ناخبرې ښودلې. د سولې ولسي حرکت غړي داسې مهال ننګرهار کې لاریون کوي چې، څو ورځې وړاندې یې یو غړی په غزني کې ناپېژانده وسله والو وواژه.
































