په داسې حال کې چې په پاکستان کې د صدراعظم عمران خان په واک کې د پاتې کېدو یا لرې کېدو لپاره نن په پارلمان کې رایه اچول کیږي، خو عمران خان ویلي چې واک نه پریږدي او استعفا نه ورکوي. ټاکل شوې د پاکستان ملي اسمبلي د سیاسي مخالفو ګوندونو په غوښتنې نن د صدراعظم په توګه د عمران خان د کار د دوام په هکله د رایو اچولو بهیر پیل کړي چې ښایي ۷ ورځې وخت به ونیسي. عمران خان د سیاسي مخالفینو دې اقدام ته په غبرګون کې په یوې اعلامیې کې ویلي چې پرته له دې چې د دې رایې اچوونې پایله به څه وي خو دی به واک پرې نږدي او زیاته کړې یې ده چې د مبارزې پرته به تسلیم نشي. سیاسي مخالفینو د همدې میاشتې په سر کې په ګډه د واک څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره د نه باور رایې ورکولو غوښتنه وکړه او په عمران خان یې تور ولګاوه چې بهرنۍ پالیسي او د هیواد اقتصادي چارې یې په سمه توګه نه دي تنظیم کړي.
































