د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په وروستۍ تازه مرکه کې یو وار بیا ویلي دي چې طالبان د کابل او ننګرهار وروستیو بریدونو کې لاس نه لري او دا بریدونه د سولې سبوتاژ په هدف د داعش خراسان ډلې کړې دي، خلیلزاد ویلي طالبان تر دې دمه د دوحې تړون عملي کولو ته ژمن دي او هیڅ داسې نښې نښانې نشته چې طالبانو د پر نړیوالو ځواکونو کوم برید کړی وي ، خلیلزاد وایي چې اوږده موده یې کابل کې له چارواکو سره نه دي کتلي او تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکوي چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي،خلیلزاد دغه راز زیاته کړې چې د دوحې تړون عملي کول د طالبانو او امریکا دواړو له خوا په ښه توګه ګام پر ګام عملي کیږي او خپله ولسمشر ټرمپ دغه بهیر کلک څاري تر څو افغانستان کې د امریکایانو نظامي حضور صفر او ژر دغه هیواد ته سوله راشي.
































