هند وایي د افغانستان په تړاو په چین کې جوړېدونکي کنفرانس ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شینکر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی تمه لري چې د افغانستان مسئله حل شي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي. هغه زیاتوي د افغانستان د ګاونډي په توګه چین کې جوړېدونکي کنفرانس کې دوی ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. بلخوا کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر په وروستي سفر کې افغان لوري ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. ټاکل شوې چې دغه کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په دېرشمه او یودېرشمه نېټه جوړ شي. په دې کې به د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو استازي ګډون کوي.
































