د اسوشتید پریس خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت چارواکو ویلي دي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې له افغانستان څخه په چټکۍ د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر راتلونکي پسرلي پورې به د شوي تړون له مخې ټول امریکایان افغانستان پریږدي، آژانس وایي راتلونکو دوه میاشتو کې ( د جولای په ۱۵) به امریکا پنځه نظامي اډې هم تخلیه کړي او په بشپړه توګه به له دغه اډو را وځي، آژانس وایي ولسمشر ټرمپ د دوحې تړون پلي کولو ته جدي پاملرنه لري او نوموړی ګام په ګام ددغه تړون د عملي کولو بهیر له مسوولو مقاماتو سره یو ځای څاري.
































