د واک پرسر د سیاسي مشرانو د اختلاف دوام د عامو خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. د نورستان ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې سیاسي مشران لاهم په اختلافاتو کې ښکېل دي په هېواد کې جګړو زور اخېستی چې قربانیان یې عام وګړي دي. دوی وايي، له جګړو نور تنګ راغلي او له حکومت او طالبانو څخه غوښتنه کوي، چې هر څه ژر دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. په ورته وخت کې د نورستان ولایتي چارواکي وايي، چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې وروستیو بریدونو دا ښکاره کړه، چې ځینې کړۍ نه غواړي په افغانستان کې دایمي سوله رامنځته شي.
































