د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې په اوکراین کې د عملیاتو لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی او له دې وروسته یې ډېر تمرکز د اوکراین پر ختیځ دونباس سیمه باندې دی. د روسیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ویلي چې د اوکرایني ځواکونو رزمي ځواک په بېساري توګه کم شوی دی او ډېر امکان شته چې په ډېره لږه موده کې هغه سیمې هم له اوکرایني ځواکونو ونیسي چې د دغه هېواد ځواکونه ورباندې ډاډه دي. د یادونې ده چې اوکراین په دې وروستیو کې ویلي چې تر اوسه پورې یې تر ۱۳ زره ډېر روسي پوځیان وژلي دي خو روسیې د اوکراین دا ادعا خندوونکې بللې ده.
































