د روسیې سترې محکمې پر اوکراین د روسیې د برید په ۳۱ ورځ ویلي چې تر اوسه پورې په دغه هېواد کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې ۱۳۶ ماشومان وژل شوي دي. اوکرایني چارواکو دا د روسي ځواکونو له لوري د نسل وژنې یوه ښکاره بېلګه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې روسي ځواکونه په قصدي توګه ښوونځي، روغتونونه او وړکتونونه په نښه کوي خو روسیې بیا د اوکراین په جګړه کې د ماشومان وژل کېدل نه ردوي خو وایي چې دا جګړه ده او په جګړه کې د داسې پېښو رامنځته کېدل معمولي خبره ده.
































