د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ویلي چې ایران له نړیوالو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټومي تړون پر سر خبرو کې یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. د هغه په خبره، د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ پر اټومي تړون باندې روانې خبرې مثبت لور ته روانې دي او ژر ده چې یوې هوکړې ته سره ورسېږي. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې امریکا او نورو نړیوالو قدرتونو له ایران سره مذاکراتو کې د پرمختګ خبرونه ورکړي دي خو ایران ویلي چې دوی یوې اساسي هوکړې ته تر رسېدو وړاندې د مذاکراتو په اړه څه نه شي ویلی.
































