قطر وایي تمه لري چې افغان حکومت د نجونو د ښوونځیو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن په تازه مرکه کې ویلي، چې ددې خبر په اورېدو حیران شوی دی. دده په وینا په ځلونو یې نوی افغان حکومت هڅولی چې خپل سیاستونه بدل کړي، نجونو او ښځینه وو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي او د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو دروازې پرانیزي. دده په خبره نوي حکومت ته په کار ده چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وایي دوی له نوي افغان حکومت سره ښې اړیکې لري او تمه لري چې افغان چارواکي وکړی شي یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، په تګلارو کې بدلون راولي او د یوه با ثباته او پرمختللي افغانستان لپاره سترې هڅې وکړي.
































