د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ داسې هوکړه لاسلیک شوې چې له مخې به یې اندونیزیا له افغانستان سره بشردوستانه او پراختیايي مرستې کوي او قطر به ددې مرستو د رسولو او لګولو زمینه ورته برابروي. دواړو لورو ټینګار کړی چې افغانستان په ناوړه وضعیت کې دی او د نړیوالو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره خپلې مرستې ډېرې کړي. دوی ویلي چې له افغانستان سره به خپلې بشردوستانه مرستې ډېروي او په دې سختو شرایطو کې به د اړمنو لاسنیوی کوي.
































