ناټو او امریکا هڅه کوي افغانستان کې خپله ماتې په اوکراین کې جبران کړي. واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده تحلیل کې ویلي چې ناټو د خپل تاریخ تر ټولو ستره او شرمناکه ماتې په افغانستان کې وخوړه او دې مسئلې د ناټو سازمان نړۍ ته یو کمزوری سازمان معرفي کړ. سرچینه زیاتوي چې ددې تر څنګ بایډن په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت له امله ځان ته د امریکا د ناکام ولسمشر لقب خپل کړی او په نړۍ کې یې د امریکا موقف ته سخته ضربه رسولې ده. په دې مطلب کې راځي له همدې امله امریکا او ناټو په ګډه هڅه کوي چې د اوکراین وضعیت کنټرول کړي او افغانستان کې خپله سترې ماتې په اوکراین کې جبران کړي. سرچینه کاږي د ناټو او امریکا سیاستوال په دې باور دي چې که د اوکراین جګړه له روسیې وګټي نو خپل بایللی حیثیت به بیا ترلاسه کړي، نو له همدې امله یې هر ډول مرستې او کمک ته ټټر وهلی څو اوکراین د روسیې پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.
































