د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې له لویدیځو هېوادونو څخه د وسله وال ملاتړ غوښتنه کړې ده. زلنسکې ویلي چې لویدیځ هېوادونه دې له روسیې څخه نه وېرېږي او د روسي یرغلګرو پر وړاندې دې د دوی ملاتړ ته راودانګي. که څه هم یو شمېر هېوادونو اوکراین ته د ټانک او الوتکو ضد توغندیو ورکړې ژمنه کړې ده خو زلنسکې وایي چې دوی ټانک ضد، د الوتکې او بېړۍ ضد سیسټمونو ته اړتیا لري. هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی چې که چېرته اوکراین سقوط وکړي نو د روسیې راتلونکی هدف به د ناټو کوم بل غړی هېواد وي.
































