امریکا وایي تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې د ښوونځیو په تړاو د نوي افغان حکومت په پرېکړه کې بدلون راشي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، دا ښکاره ده چې د افغان حکومت نوې پرېکړه ناهیلې کوونکې وه، خو موږ تمه لرو چې دا پرېکړه ژر تر ژره بېرته لغوه شي. دده په وینا امریکا او نړیواله ټولنه تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې د افغان حکومت په پرېکړه کې بدلون راشي او اجازه ورکړي چې نجونې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. بلخوا افغان حکومت بیا وايي چې تر شپږم ټولګي نجونې خپلو ښوونځیو ته تللی شي او له اووم تر دولسم ټولګي پورې تر دویمې پرېکړې پورې ځنډول شوې دي. د افغان حکومت په نړیواله کچه خپل غبرګونونه لرلي دي.
































