ولسمشر غني یو ځل بیا امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې لا ډېر جدي اقدامات وکړي. نوموړي د هوايي او ځانګړو عملیاتو د قول اردوګانو له قومندانانو سره د خبرو تر څنګ د هېواد له ۱۱ قول اردوګانو سره خبرې کړې دي او دوی ته یې لارښوونه کړې چې په خپلو کې د بل هر وخت په پرتله همغږي ډېره کړي. ولسمشر په دې خبرو کې ویلي چې افغانستان په سیمه کې بې ساري او زړور پوځ لري او اوس ددې وخت دی چې د ترهګرو د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله خپله وړتیا وښيي. هغه په ولایتونو او ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو ترمنځ د لا ډېرې همغږي پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی او په دې اړه یې ټولو امنیتي ادارو ته اړینې لارښوونې کړې دي. ولسمشر غني تر هغه وروسته د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د تهاجمي عملیاتو د پیل امر وکړ چې ترهګرو ډلو په کابل او ننګرهار کې خونړي بریدونه وکړل.
































