امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو صراف د وژل کېدو په تور څلور کسان نیولي دي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې امنیتي ځواکونو هغه څلور کسان نیولي دي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې په کابل کې یو صراف په ډېرې بې رحمۍ سره وژلی و. هغه ویلي چې په نیول شویو کسانو کې دوې ښځې او دوه سړي شامل. ویل کېږي چې نیول شویو کسانو کې یوه یې د وژل شوي صراف مېرمن ده. ځدراڼ ویلي چې تورن کسان یې د پلټنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
































