د ملګرو ملتونو امنيت شورا يو ځل بيا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو پر نه پرانيستل کيدو غبرګون ښوولی دی. د امنيت شورا له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د طالبانو پر هغې پريکړې خواشيني ښوول شوې چې له ژمنې سره سره يې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانيستل تر نامالومې نیټې پورې ځنډولي دي. امنيت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت يا يوناما ته دنده سپارلې چې د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره له طالب چارواکو او افغان سياسي لوبغاړو سره خبرې وکړي او د پرمختګونو په تړاو يې دوی ته مالومات ورکړي. طالبانو د نوي کال له پيل سره سم د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه کړې وه، خو په وروستۍ شيبه کې له خپلې ژمنې پر شا شول چې دې چارې په کور د ننه او نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه را وپارول.
































