د اوکراين پر لوهانسک سيمې واکمنو روس پلوو مشرانو هڅې پيل کړې چې له روسيې سره د دې سيمې د نښلولو په اړه ټولپوښتنه وکړي. د لوهانسک سیمې د بېلتون غوښتونکو مشر لیونید پاسیچنیک رسنيو ته ويلي چې دا ټولپوښتنه به په نږدې راتلونکي کې وشي. لوهانسک او دونتسک د اوکراين د خاورې هغه برخې وې چې خپلواکۍ يې د تېرې فبروري مياشتې په وروستيو کې د روسيې له لوري په رسميت وپېژندل شوې. روسيې تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې د کريميا ټاپووزمه هم د اوکراين له خاورې جلا کړه او وروسته يې د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له خپلې خاورې سره ونښلوله. روسيه له هغه مهاله بيا تر دې دمه په لوهانسک او دونتسک کې هم د بيلتونپالو ملاتړ کوي. د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت د لوهانسک د بيلتونپالو د دې پرېکړې په غبرګون کې ويلي چې دغسې ټولپوښتنه به په رسميت ونه پيژندل شي.
































