په لويديځو ولايتونو کې د ګوزڼ واکسينو پسرلنی کمپاين پيل شوی دی. د هرات والي نوراحمد اسلام جار د ياد کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې له خلکو غوښتي چې د واکسيناسيون له ټيمونو سره د کمپاين په تطبيق کې مرسته او همکاري وکړي. د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر محمدآصف کبير ويلي چې د ګوزڼ واکسيناسيون پيل شوی کمپاين به څلور ورځې روان وي او په ترڅ کې به يې د هرات د ټولو ولسواليو په شمول د لويديځ حوزې ۷۴۰ زره ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي واکسين شي.
































