په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۶۴۰۲ ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۳۴۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دده په خبره په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۴۰۲ ته رسېدلی دی. همدا راز د کرونا پنځلس ناروغان په دې موده کې مړه شوي او ۳۲ نور هم بېرته ترې روغ شوي دي.
































