د ا.ا.ا چارواکي وايي چې په ننګرهار کې يې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولي ده. نظامي چارواکو ويلي، د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې يې يو کس، چې پاکستان ته يې وسلې قاچاق کولې، نيولی دی. رسنيو د خالد بن وليد قول اردو د وياند په حواله ويلي چې له نيول شوي کس څخه ۳۴ ميله وسلې ترلاسه شوې دي. د نيول شويو وسلو د نوعيت په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې په پکتیا او کندهار کې هم پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي او نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
































