د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ا.ا.ا اقتصادي کميسيون د کابل ښار د عزيزي پلازا، بي-۱ او بي-۲ مکروريانونو د کاناليزاسيون لګښت را کم کړی دی. ياد کميسيون د مکروريانونو د مراقبت او ساتنې دولتي شرکت ته امر کړی چې د اونيکس شرکت اړوند عزيزي پلازا، بي-۱ او بي-۲ مکروريانونو د کاناليزاسيون لګښت دې، چې اوسمهال د هر متر مربع پر سر ۱۰ افغانۍ دی، ۶ افغانيو ته را کم کړي. کميسيون دغه راز پريکړه کړې چې د کابل ښار د ترافيکو عوايد دې د ښاروالۍ پر ځای د کورنيو چارو وزارت بودجې ته انتقال شي. اقتصادي کميسيون دغه راز ويلي چې که د وروستۍ پريکړې له کبله يې کابل ښاروالي د بودجې له کسر سره مخ شي نو د ماليې وزارت به اضافي بودجه ورکړي.
































